اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال سره د زيارت په ورځ د چائنا پا??ر ريسورسز چ??ئر??ېن ژونګ هائشيانګ او ??ور?? قاسم پراجيکټ چ??ئر??ين هي شيويو په مشرۍ كښې پل??وي وليدل او دوه ورځې وړاندې په كراچۍ كښې د چين په اهلكارو د بريد او د كاركنانو د ??فا??ت په چارو يي د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ پل??وي په كراچۍ كښې په دې وروستيو كښې د چين د دوه وګړو په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه۔ احسن اقبال په پېښه د افسوس څرګندونې كولو سره د چين اهلكارو كورنيو سره غمرازي او د حکومت لخوا د همدردۍ څرګندونه وكړه٬ ده پل??وي له باور وركړو چې حكومت د چين وګړو ??فا??ت ته وړومبۍ پا?? لرنه كوي٬ د دې پېښې بشپړه تحقيقات ځائي انتظاميه او قانون نافذ كوٶنكې ادارې كوي او ډېر زر به ذمه وار انصاف سره مخ كړې شي۔ ده زور راٶړو چې د چين د كاركنانو د امنيت په اړه به كومه بې غوري نه كېږي، سکيورټي نظام لا سختولو لپاره اقدامات كوٶ۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ سيکرټري اويس منظور سمرا، جوائنټ چيف اکنامسټ ظفرالحسن او د منصوبه بندۍ وزارت د سي پېك منصوبې او نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔ دواړو ډلو د سي پېك له مخې د روانو منصوبو په كاميابۍ سره بشپړولو او شريكې مرستې ته د لا ودې وركولو د عزم پخلے وكړو۔
Nguồn bài viết : Baccarat, cách chơi