اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان ??و سعودي عرب د معيشت، زراعت، كان كني او انفارمېشن ټيكنالوجي غوندې مهمو څانګو كښې مرستي زياتولو له د عزم پخلي كولو سيمي او اسلامي نړ?? لپاره يو سوكاله او امناكه سباؤن له په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړے۔د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ په ايوان ??در كښې د صدر مملكت آصف علي زرداري سره د سعودي د سرمايه كارۍ وزير خالد بن عبدالعزيز الفالح په مشرۍ كښې د پاكستان په دوره راغلي پلاوي د ملاقات په مهال وكړه۔ صدر مملكت د پلاوي هركلي كولو سره د پاكستان ??و سعودي عرب ترمينځه پخوانۍ او د آزمائېلې شوي ملګرتيا ذكر وكړو۔ ده د ملګرتيا اړيكو په تل پاتي سټريټجكي او اقتصادي شراكت دارۍ بدلولو له د پاكستان ?? خواهش څرګندونه وكړه او په دې خبره ئې زور راوړو چې دې ډول مرستي سره به دواړه هېوادونه نور هم يو بل ته نزدې شي۔ صدر مملكت د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان ??ن عبدالعزيز آل سعود لپاره د پاكستان ?? زيات احترام او سعودي عرب سره د يووالي لپاره د پاكستان ?? غير متزلزل عزم پخلے وكړو۔ صدر مملكت د ولي عهد او سعودي عرب وزيراعظم محمد بن سلمان ??ل سعود د غوره قيادت هم ستائنه وكړه۔ده د وژن 2030 ترمخه د سعودي عرب د ذكر وړ پ??ش رفت او په هر مشكل وخت كښې د سعودي عرب د اړخه د پاكستان ??ره پرله پسې مرستې ستائنه هم وكړه ۔ صدر مملكت ووئيل د سعودي عرب په پرمختګ او سوكالۍ ليدل خوشحالېږو۔ په دې موقع د سعودي د سرمايه كارۍ وزير خالد بن عبدالعزيز الفالح ووئيل سعودي عرب د پاكستان ?? تزويراتي جغرافيائي اهميت، قدرتي وسائلو او د تجديد وړ اوان ??لاحيت مني۔ده ووئيل سعودي عرب د پاكستان ??نفراسټركچر او كان كني څانګو كښې د سرمايه كارۍ منصوبه لريي او په دې لړ كښې به زمونږ پلاوي بيلو څانګو كښې په 25 لوظنامو لاس ل??ك كوي چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي مرسته وده اومومي۔ده هيله څرګنده كړه چې په لوظنامو د لاس ل??ك سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي مرستي يو نوے دور پيل شي۔دغسې ډلو د زراعت او انفارمېشن ټيكنالوجي په څانګو كښې د مرستي زياتولو په حاجت زور راوړو۔په دې موقع د پټروليم وزير سينيټر مصدق مسعود ملك، د تجارت وزير جام كمال خان، د نجكارۍ وزير عبدالعليم خان، د كورنيو چارو وزير سينيټر سيد محسن رضا نقوي، د مذهبي چارو وزير چوهدري سالك حسين او سينيټر سليم مانډوي والا نه علاوه د سعودي سفير نواف سعيد المالكي هم موجو وو۔
Nguồn bài viết : Bắn cá